-کندز/ باختر د وږي دويمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه مخالفان د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په قرغزکلي کې د ملي اردو د هوايي پوځ په عملياتوکې وژل شوي دي.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دغه راز څلور تنه وسله وال مخالفن ټپيان شوي او د دښمن دوه کلک سنګرونه له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره يې دړې وړې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ