امنیت

په جوزجان کې د ٢٦ تنو داعشيانو وژل کېدل

شبرغان  باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
شپږ ويشت تنه  داعشيان تېره شپه  په جوزجان ولايت کې  دافغان پوځيانو په هوايي  بريد کې ووژل شول.
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته وويل ؛ د دوو بهرنيو  اتباعو اوپه شمال زون کې  د داعشيانو د عمومي مسوول  او د داعش  دډلې  داستخباراتو د مسوول قاري حکمت مرستيال قاري شجاع  ، صبحت الله   ، ملا حکيم  ، رييس غني  او دآغا رحيم  په نومونو د داعشيانو  د پنځو تنو کليدي قوماندانانو په ګډون شپږ تنه  داعشيان د هوايي بريد له امله ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى  زياته کړه  دغه هوايي بريدونه د  جوزجان ولايت د  درزآب  ولسوالۍ  د اوشتي  غاښي  او واق کمر په ساحو کې ترسره شول  چې ددوى  څه ناڅه  شل تنه افراد هم سخت ټپيان شول.  پاى عطاالله ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته