امنیت

په سرپل کې د امنيتي حالت ښه والى

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
په سرپل ولايت کې امنيتي حالت ښه شوى دى .
په سرپل ولايت کې دروژې دمبارکې مياشت له پيل  کيدو سره امنيتي حالت ښه شوى دى اوخلک په ښار کې دشپې له خوا هم کولاى شي خپل فعاليتونوته دوام ورکړي .
دسرپل ولايت دامنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوي دباختراژانس خبريال ته وويل ؛چې امنيتي حالت  دتيرو له دوو اوونيو په پرتله  دولايت په کچه  ښه شوى دى او په سرپل کې دناامنۍ درامنځته کيدو له امله هيڅ انديښنه نشته
باقي زوي زياته کړه چې دروژې دمبارکې مياشت له پيل څخه تراوسه پورې خلک دشپې له خوا هم کولاى شي  تګ راتګ وکړي چې  مخکې له  دې دغه شان نه و .
امنيه قوماندان زياته  کړه چې دروژې  په مبارکه مياشت کې دامنيت دتامينولو  په موخه ددغه ولايت دټولو امنيتي اوکشفي ارګانونو په ګډوهلوځلو سره امنيتي تدابيري پلان داجرا په حال کې دى او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې ددغه ولايت امنيت ګډوډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته