واشنګتن باختر دثور ٣٠
د يوې پاکستانۍ ځوانې نجلۍ نوم چې د ميلمه زده کوونکې په توګه امريکا ته راغلې وه؛ د امريکا د تکزاس ايالت د سنتافې په ښوونځي کې د تيرې ورځې د ډزو د قربانيانو په اعلام شويوکسانوکې شامل دى .
هغه د هغو لسو قربانيانو له جملې څخه ده چې د جمعې په ورځ اصلي مشکوک ديميتر يوس پاګورتيزس په مستقيمو ډزو سره ووژل او اوولس تنه نور يې ټپيان کړل.
په امريکا کې د پاکستان سفارت د (سبيکا) مړينه تاييده کړې ده.
دغه راز د يوه احتياطي ښوونکي نوم هم د وژل شويوکسانو په لست کې شامل دى.
سبيکا شيخ اتلس کلنه وه؛ د يوې حکومتي طرحې په چوکاټ کې چې د ٢٠٠١ کال د سپټمپر د مياشتې له يولسمې نيټې وروسته بنسټ يې ايښودل شوى و، امريکا ته راغلى و.
ختم _ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل