سیاست

جمهور رئیس غني: دارالامان پروژه د افغانستان د تاریخ نیمګړی څپرکی دی

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري تېرماښام د کابل ښار د دارالامان ساحې د پروژې د کار د پیل په موخه غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د غازي امان الله خان د لیدلوري د تطبیق په هکله خبرې وشوې او څرګنده شوه، چې باید زیاتې دولتي ادارې دغې ساحې ته انتقال شي او د یادې ساحې ماڼۍ په ځانګړي ډول دارالامان ماڼۍ بیاورغاول شي او د امان الله خان مفکوره په حقیقت بدله شي.
په دې غونډه کې د ښار جوړولو د چارو وزیر او د هغه وزارت ټولو مسوولینو او د استنول ښار یو پېژندل شوي مهندس د دارالامان پروژې په هکله خپل لیدلوري او وړاندیزونه بیان کړل.
جمهور رئیس غني وویل، دارالامان پروژه د افغانستان د تاریخ نیمګړی څپرکی دی. هغه زیاته کړه، دا پروژه باید له هره پلوه د افغانستان له مالي، فرهنګي او ټولنیزو شرایطو سره تطابق ولري، د ساختماني کار لومړیتوبونه یې وټاکل شي او د دارالامان ماڼۍ له بیارغاونې پیل شي.
جمهور رئیس وویل، کوم ټیم چې په دې پروژه کار کوي باید د کارکوونکو او ټول پرسونل د ظرفیت د لوړولو په برخه کې پانګونه وکړي، چې د نړیوالو معیارونو مطابق ساختماني چارې ترسره کړي او له کار سره جوخت باید د هغوی روزنه  پیل شي.
محمد اشرف غني وویل، د یادې پروژې د تطبیق په خاطر باید په لومړي پړاو کې له هغو ځمکو څخه چې د دولت په اختیار کې دي ګټه واخیستل شي او په دویم پړاو کې نورې ځمکې استملاک شي.
د ښار جوړولو وزیر وویل، نړیوال بانک د دې پروژې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو ژمنه کړې ده.
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، د دارالامان پروژې په ساختماني کار کې باید د افغانستان ساختماني موادو ته لومړیتوب ورکړ شي او د اوبو چینو، خاوره او د زلزلې پر وړاندې مقاومت ټول موارد باید په هر اړخیز تحلیل کې په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس دا یوه ملي پروژه وبلله او ويې ویل، دارالامان پروژه یوه اساسي اړتیا او د غازي امان الله خان لیدلوری دی چې په تطبیق سره یې  نه یوازې زموږ د تاریخ نیمګړی څپرکی بشپړېږي، بلکې کاري زمینې هم برابرېږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته