خبرونهامنیت

کابل ته څېرمه  پنځه ډاراچوونکي ووژل شول

 کابل /  د چنګاښ ۴ / باختر

د ملي امنیت ځواکونو کابل ته څېرمه د ۵ ډاراچوونکو د وژل کېدو خبرورکړی دی.

د ملي امنیت ځانګړې قطعې ځواکونواعلام کړی دی چې ددغې قطعې ځواکونو په هغه عملیاتو کې چې تېره شپه د کابل د ده سبزولسوالۍ په ده یحیی کلي کې ترسره کړل ، ۵ تروریستان ووژل او ۲ تنه نور ټپیان کړل .

په دې اړه نورجزییات نه دی ورکړل شوى.

ده سبز د کابل له هغو ولسواليوڅخه دى چې وسله وال مخالفین پکې شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته