امنیت

شپږ پنځوس تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دهيواد په بيلابيلو ساحوکې دامنيتي ځواکونودچاڼيزو عملياتو په دوام  دوسله والوطالبانو دډلې ددوو قوماندانانوپه ګډون شپږ  پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته خبر ورکړ ،  دملي اردو دځواکونودغه  چاڼيز عمليات  دارزګان ولايت دخاص ارزګان  دقندهار دميانشين ،  او د وردګو دسيد اباد ولسواليو  اودبغلان ولايت  په مربوطاتوکې  دوام لري اوپه نوي  پراختيا کې دطالبانو دډلې ددوو قوماندانانو په ګډون شپږ پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ څلويښت تنه نور ټپيان او يوشمير نور يې ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسله او ددرندووسلو  مهمات اونور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته