اقتصاد

د جمهورريیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د اقتصاد عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې د ګمرکونو په اسیکودای سیستم کې د سرو زرو بیې د کمولو، د ښاري عامه خدمتونو ترانسپورټي شرکتونو له لوري د ملي بس تصدۍ عارضه لرونکو وسایطو د فعالولو او د ښاري ترانسپورټ خدمتونو عرضې د تنظیم، د کمال خان اوبو لګولو کانالونو (د ترک کانال او قلعه افضل کانال) د کیندلو پروژې او د الویرا بوټي ملي فرعي شرکت د ایجاد پر طرحو بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د مالیې وزارت مسوولینو د ګمرکونو په اسیکودای سیستم کې د سرو زرو بیې کمولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه، د اقتصاد عالي شورا غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته دا تصمیم ونیو چې د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهورريیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر په همکارۍ دې کاري ډله جوړه شي، ترڅو د سرو زرو سوداګرو سره یو ځای په دې اړه بحث وکړي او د سروزور د سوداګرۍ مبهم موضوعات واضح او په رڼا کې یې فیصله وشي.
وروسته د خاواک ترانسپورټي شرکت ريیس نذیراحمد خلیل د ښاري عامه خدمتونو ترانسپورټي شرکتونو له لوري د ملي بس تصدۍ عارضه لرونکو وسایطو د فعالولو او د ښاري ترانسپورټ خدمتونو عرضې د تنظیم طرحې غونډې ته وړاندې کړې. د دغې طرحې مطابق به د ملي بس تصدۍ عارضه لرونکي وسایط د مشخص طرزالعمل له مخې د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو له لوري ترمیم شي او ښاري ترانسپورټي مسیرونه په پنځو زونونو وېشل کېږي، ترڅو د ښاري ترانسپورټ سیستم منظم او د ترانسپورټي خدمتونو وړاندې کول ښه شي.
ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د ښاري ترانسپورټ ستونزو د بیانولو پر مهال وړاندیز وکړ چې یاده طرحه دې په امتحاني ډول د کابل ښار په یو زون یا ناحیه کې تطبیق شي، وروسته دې د ښار په سطحه پراختیا ومومي.
همدا راز د ترانسپورټ وزارت سرپرست یما شمس وویل: د دغې طرحې د تطبیق لپاره اړتیا ده چې یو شمېر طرزالعملونه ترتیب شي. غونډې یاده طرحه په پرنسیب کې تائید کړه.
د هېواد جمهورريیس وویل: په کابل ښار کې نامنظم او غیررسمي ترانسپورټي سیستم موجود دی چې د دې طرحې په تطبیق سره به دا سیستم منظم او رسمي شي.
هغه زیاته کړه: د یادې طرحې د تطبیق لپاره دې یوه مشترکه کمېټه جوړه شي.
جمهورريیس غني د ترانسپورټ وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه: هغه طرزالعملونه او مقررات چې د دغې طرحې د تطبیق لپاره ورته اړتیا ده، د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه: د خصوصي سکتور د انګېزې د ایجاد او موثرې پانګونې لپاره دې قانوني لارې چارې رامنځته شي.
د غونډې په بله برخه کې د هلمند تصدۍ ريیس، د ملي انکشاف شرکت اړوند د کمال خان اوبو لګولو کانالونو (د ترک کانال او قلعه افضل کانال) د کیندلو پروژې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په پرنسیب کې تائید شوه.
د هېواد جمهورريیس د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل: د اوبو له لېږد پایپونو څخه استفاده کولای شي د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي وکړي او د ملي انکشاف شرکت اجرایوي ريیس عبدالرحمن عطاش ته یې لارښوونه وکړه چې په دې پروژه کې دې د اوبو د لېږد پایپونو د استفادې په خاطر پر یاده طرحه بیاځلې غور وکړي.
د دغې غونډې په پای کې د ملي انکشاف شرکت، د الویرا بوټي ملي فرعي شرکت د ایجاد طرحه غونډې ته وړاندې کړه. یاده طرحه د عامه او خصوصي مشارکت په صورت کې په پام کې نیول شوې ده چې د اقتصاد عالي شوار په پرنسیب کې تائید کړه.
جمهورريیس وویل، په دې طرحه کې زیاتو تفصیلاتو ته اړتیا ده او باید د دغې ګیاه (بوټي) د کرنې او صنعتي کېدو پړاونه واضح شي.
هغه زیاته کړه: باید واضح شي چې د حکومت له لوري خصوصي سکتور ته د دغه بوټي د کرلو لپاره ځمکه د څومره مودې لپاره په واک کې ورکول کېږي.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته