امنیت

په روزګان کې ددوو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کيدل .

‘-کابل باختر دزمري ٢٦: دوه تنه ماين ښخوونکي په روزګان ولايت کې دپوځيانو دډزو له امله ووژل شول . دغه ماين ښخوونکي نن سهار کله يې چې غوښتل دروزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ په سړک کې ماين ښخ کړي دپوځيانو دډزو له امله ووژل شول . دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو ډزو کې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه ماين ښخوونکي غړي ووژل شول . ده وويل طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګاني پيښه رامنځته کړي خو بريالي نه شول په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پنځه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو د ډزو له امله ووژل شول په دغو طالبانو نن سهار دچارچينو په ولسوالۍ کې کله چې په عمومي واټ کې په ماين ښخولو بوخت وو دپوځيانو له خوا ډزې وشوې اوووژل شول ديوبل خبرله مخې، دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې دروزګان ولايت دخاص روزګان په ولسوالۍ او دترينکوت ښار په مربوطاتو کې کشف شوې . دروزګان ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې دماينونو او چاوديدونکو توکو په ګډون په لسګونوسپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته