امنیت

کابل ښاريان : په ښار کې آرامي دامنيتي منسوبينو دهلوځلو زيږنده ده .

کابل باختر دتلي څليرويشتمه :
ددويمې امنيتي حوزې  دپوليسو افسر سمونيار عبدالصبور وايي  زما لپاره ښه اختر هغه دى  چې زموږ خلک  داخترد شپې او ورځې په خوشي او آرامي سره تيرې کړي .
  دپوليسو دغه افسر  چې د محمد جان خان واټ  په څلور لاري کې له خپلو يوشمير سرتيرو سره دوسايطو تګ راتګ يي  کنترولاوه  دباختراژانس خبريال ته وويل :
زموږ ټولې هلې ځلې  دخلکو د دښمنانو د دسيسو دشنډولو لپاره دي  او يوه شيبه هم  ډار اچوونکو ته فرصت نه ورکوو چې زموږ  د خلکو آرامي ګډوډه  کړي . 
ده وويل :  دخلکو آرامي زموږ  هدف دى  او دغه هدف ته درسيدوپه خاطر  له هيڅ راز هلوځلو څخه  ډډه نه کوو  او هرکله چې امنيت اونظم په ښار کې تامين وي  موږ هم  دخوښي احساس کوو  او داختر  په شپو او  ورځوکې خپلې دندې  ته  چمتو يو .
دسمونيار عبدالصبور په شان  دامنيتي ارګانونو  نور منسوبين هم داختر په شپو او ورځو کې په زيات  احضارات او چمتو والي  سره  دښار په بيلابيلو سيموکې  دامنيت او نظم دتامينولو لپاره  دنده  ترسره کوي  چې خلک وکولاى شي دسولې په فضا کې  داختر  هرکلى وکړي .
له بله پلوه يو زيات شمير کابل  ښاريانو له باختراژانس سره په اړيکه کې دسولې او آرامۍ  دفضا رامنځته کول  د خپلو امنيتي منسوبينو دپرله پسې او نه ستړي کيدونکو  زحمتونو  زيږنده  بولي او په  واټونوکې  دهغوي فعال شتون  دخلکو
دآرامۍ  سبب  وبلل.
دکابل ښار د خوشحال خان مينې  اوسيدونکى  زمري  دباختراژانس خبريال ته وويل  :  د هيواد د هر امنيتي منسوب  ځواکمنتيا او ولولي  زموږ دوياړ سبب دي .  ده زياته کړه :  اوس  زموږ خلک  دهيواد دامنيتي ځواکونو  په ځواکمنتيا باور لري او دامنيتي ارګانونو هر منسوب  د ديني اوهيواد پالني په  ولولو سره  زموږ دهيواد ددښمنانو په وړاندې  آګاهانه  چلند کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته