سیاست

فضل الهادي مسلميار له روسي مقاماتو سره په جلاجلا توګه وکتل.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٢:

دملي شورا دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار او ملګري هيئت يې پرون په مسکو ښارکې دفدراتيفي روسيې ددوما له رييس  ښاغلي س _ى ناريشکين  ، ددغه هيواد دسوداګرۍ دخونو له رييس  س-  ن   کاترين  ، دبهرنيو چارو وزارت له مشرتابه هيئت او په اسياپورې داړوندو مسلو له مسوول اودافغانستان اوپاکستان په چارو کې دروسيې دجمهوررييس له ځانګړي استازي ښاغلي ضمير کابلوف سره په جلاجلا توګه وکتل .په دغو کتنو کې دواړو لورو دسياسي  ، فرهنګي ، اقتصادي اوتحصيلي ، ديپلوماتيکي همکاريو دپراختيا اوټينګښت  اوپه افغانستان کې ددغه هيواد دنيمه کاره پروژو دبيا جوړولو اودعلاقي وړ ځينو نورو موضوعګانوپه باب خبرې وکړې .

دافغانستان دسنا مجلس رييس فضل الهادي مسلميار په داسې حال کې چې دفدراتيفي روسيې دمقاماتو دميلمه پالنې له امله قدرداني وکړه وويې ويل  زموږ په هيواد کې  په دريو لسيزو تپل شويو جګړو له امله  زياتره اساسي بنسټونه زيانمن شوي دي  سره له دې چې په وروستيو لسوکلونو کې  نړيوالې ټولنې  اويوشميرنورو هيوادونو دافغانستان دبيارغونې اوجوړولو په کار کې کارنده رول لوبولي دي لاتراوسه پورې هم په هيواد کې بيا جوړولو او دامنيت تامينولو ته زياته اړتيا ده.

دغه راز دمشرانو جرګې رييس په خپلو خبرو کې دستراتيژيکي تړونونو دلاسليک کولو  اوپه اوسنيو شرايطو کې دهغو داړتيا په باب رڼا واچوله او ويې ويل چې  افغانستان له خپلو ملي ګټوسر ه سم ددغه شان ستراتيژيکي تړونونو په لاسليک کولو کې تصميم نيولى دى  اوهغه تړونونه چې تراوسه پورې دافغانستان له خوا لاسليک شوي دي ، نورو هيوادونو ته ګواښ نه دى  اوزياته يې کړه چې باثباته افغانستان دسيمې اونړۍ په ګټه دى اوبايد دسيمې هيوادونه  په افغانستان کې دامنيت په تامينولو اوله تروريزم سره په مبارزه کې همکاري وکړي .

په دغو کتنو کې دروسيې ددومارييس ، دسودا ګرۍ دخونو رييس ، دبهرنيو چارو وزارت دمشرتابه هيئت استازو اودافغانستان اوپاکستان په  چارو کې ددغه هيواد د جمهوررييس ځانګړي استازي ژمنه وکړه چې دپارلماني اړيکو په ټينګښت ، په افغانستان کې دپخواني شوروي دتاسيساتو دبياجوړولو ، دبيلابيلو پروژو په داوطلبيو کې دروسيې دخصوصي متشبثينو دفعالي ونډې اخيستنې ، دتحصيلي بورسونو  دزياتوالي ، دملي پوليسواو اردو دځواکونو دروزنې، په کابل ښارکې دکورجوړولو دکامبيناتودتصدي دبيا جوړولو او احيا کولو  او نورو ولايتونو ته دهغو  دنمايندګيو دپراختيا، دکابل پوليتخنيک پوهنتون او له نورو تخنيکمونو سره دعلمي همکاري په ګډون دټولنيزو اواقتصادي پروژو دځينو تاسيساتو په بيا جوړولو اقدام وکړي او هم ښاغلي کابل اوف دمشرانو جرګې دمشرتابه هيئت دوړانديز له مخې  ژمنه وکړه چې دتروريزم  اودنشه يي توکو دتوليد اوواردولو په مسلو کې به همکاري وکړي.

دغه راز دمشرانو جرګې رييس  دمسکو ښار د جمهوري رياست په هوټل کې په خپل استوګنځي کې دافغان ټولني دمرکزونو له يوشمير استازو اوافغان محصلانو سره  وکتل  او ددوى ستونزې او اړتياوي يې وليکلي او ژمنه يې وکړه چې په حل کولو کې به يې له اړوندو مسوولينو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته