کابل / دثور١١مه /باختر :
٥ تنه ملکي وګړي پرون دغزني په اندړو ولسوالۍ کې دماين په چاودنه کې ووژل شول .
باختراژانس دغزني دوالي ددفتر دخبرپاڼې له مخې خبرورکړ، دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې ددوى دسپرلۍ موټر دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په نظر خان کلي کې په ماين وخوت .
په خبرپاڼه ويل شوي دي چې په دې پېښه کې ددوو ميرمنواويو ماشوم په ګډون ٥ تنه ووژل شول .
ختم _ ج _ اکرم