سیاست

ټوپکوالي او جګړه سالاري لا هم ګواښ دی

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په مزارشریف کې عامه امنیت ته د ټوپکوالۍ او جګړه سالارۍ د خطر زنګ وشرنګېد او انګازې یې په ټول هېواد کې خپرې شوې. هلته د پولیسو او ټوپکوالو ترمنځ نښتو ساعتونه ساعتونه دوام وکړ. دغو نښتو یو ځل بیا په ډاګه کړه چې له بده مرغه ټوپکوالي او جګړه سالاري لا هم ستر ګواښ دی.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دغه ګواښ ته کتنه کړېده او لیکي:
که ټولو هغو ستونزو، جنجالونو، ناخوالو او نادودو ته، چې افغانستان ورسره نن لاس او ګرېوان دی، له یو بې پرې لیدلوري وکتل شي، نو دا پایله تر لاسه کېږي چې دغو ټولو له ټوپکوالۍ او جګړه سالارۍ سرچینه اخیستې ده. د تاریخ په یو ځانګړي پړاو کې ټوپکوالو او جګړه  سالارانو دا فرصت تر لاسه کړ چې دولتي بنسټونه ونړوي، د قانون حاکمیت ته پای ورکړي او پر ځای یې خپله واکمني ټینګه کړي ـ د ټوپک واکمني، د زور واکمني او د جګړې واکمني. همدغې کرغېړنې واکمنۍ او د هغې واکدارانو افغانستان د تباهۍ او بربادۍ ژورې کندې ته ټېل واهه، ملي شتمنۍ یې لوټ کړې، بې ګناه خلک یې ووژل، د قومونو تر منځ یې د بې اتفاقۍ تخم وشینده، په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې د افغانستان نوم، شهرت او حیثیت ته ستر زیان ورساوه.
اتلس کاله وړاندې افغانستان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د نظام جوړونې بهیر پيل کړ. ټوپکوالي، جګړه سالاري او نظام جوړونه سره سمون نه لري. په نظام جوړونه کې د قانون حاکمیت مهم دی او ټوپکوالي او جګړه سالاري د قانون له حاکمیت سره دښمني لري، له همدې امله د نظام جوړونې بهیر د قانون د حاکمیت له ټینګولو پیل شو. ټوپکوالو او جګړه سالارانو د قانون حاکمیت د ټینګولو مخې ته ډېر خنډونه واچول، ډېر جنجالونه یې جوړ کړل، جګړې یې وکړې، خلک یې په یو او بل نوم وپارول، خو له دغو ټولو ستونزو سره سره د قانون واکمني تر یو بریده ټینګه شوه، د ټوپکوالو او جګړه سالارانو د ډېرو ظلمونو مخه ونیول شوه، خو له بده مرغه دا ستونزه په بشپړ ډول لا نه ده حل شوې. اوس هم د ګڼو ټوپکوالو او جګړه سالارانو په مغزو کې همغه د زور، توپ او ټوپک سیلۍ الوځي، دوی لا هم همغه خوبونه ویني او ځانونه د خلکو د برخلیک واکداران ګڼي. وروستیو پېښو وښوده چې دوی لا د عامه امنیت د ګواښولو توان لري، لا کولای شي چې هم دولت ته او هم خلکو ته سرخوږی جوړ کړي. منوچې نن دوی هغه ځواک او توان نه لري چې پخوا یې لاره او خلک هم له دوی کرکه  لري او ملاتړ یې نه کوي، خو له دې سره سره باید د ټوپکوالۍ او جګړه سالارۍ ګواښ بابیزه و نه ګڼل شي، بلکې د ترهګرۍ تر څنګ دغه ګواښ ته هم د یو جدي ګواښ په سترګه وکتل شي. حکومت باید له ټولو هغو خلکو سره چې د ټوپک په زور د قانون حاکمیت ګواښي، د خلکو ژوند ګډوډوي او په ټوله کې دولت ټکر او مقابلې ته رابولي، د نافذو قوانینو په رڼا کې خورا جدي چلند وکړي، وسلې او پوځي تجهیزات ترې واخلي، ډلې یې منحلې کړي او دوی د قانون منګولو ته وسپاري چې د خپلو غیرقانوني کړنو ځواب ووایي.
پاى   ن. ش.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته