کابل، د غوایي ۵مه، باختر
په لوګر کې د سیمه ییزو ټولګیو نږدې ۳۰۰۰ زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د یونسیف موسسې په همغږۍ د (اچ اچ او اې) موسسې په مالي ملاتړ ۲۸۴۲ زده کوونکو سره د درسي کتابونو او درسي توکو مرسته شوې ده.
عرب زیاته کړه، چې په وېشل شويو توکو کې کتابونه او قرطاسیه شامله ده.
د یادونې وړ ده، چې د یادې مرستې سربېره زده کوونکو ته د لاسونو مینځلو صابونونه او سیمه ییزو ټولګیو ته د اوبو ترموزونه، سپینې تختې او مارکرونه هم وېشل شوي دي.