امنیت

د طالبانو يو مشهور قوماندان د تيلو په بيرل کې ونيول شو

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان د تيلو په بيرل کې ونيول شو.
د کوماندو ځواکونو تېره شپه په کندز ولايت کې د عملياتو په بهير کې د طالبانو يو قوماندان د تيلو په بيرل کې ونيوه .
په کندزکې د کوماندو د ځواکونو وياند جاويد سليم باختر آژانس ته وويل: قوماندان بلال چې له زياتې مودې را په دې خوا د کندز ولايت په مربوطاتوکې د جګړى رهبري په غاړه لرله او په نا امنيو او د خلکو د کورونو په ويجاړولوکې يې لاس درلود؛ په کندز ښار پورې اړوند زرخريد سيمه کې د عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
د کندز ولايت امنيتي مقامات وايي: د بلال په نيول کيدو سره به په زياترو سيمو کې امنيت تامين شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته