کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
په ننګرهارولايت کې ديوې چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته په بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوه دننګرهار دوالى وياند عطا الله خوږياڼى دباختر آژانس خبريال ته وويل ددغې چاودنې له امله دترافيکو يو پوليس او يو ماشوم ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ