کابل باختر د وري دمياشتې ١٦ :
په ننګرهار ولايت کې په لسګونو ټنه بې کيفيته او تيرتاريخ درمل وسوځول شول.
دغه درمل د موظف کميسيون له خوا د ښارله بيلابيلو درملتونونو څخه راټول کړاى شوي وو.
د ننګرهارولايت د عامې روغتيا رياست يوه مسوول ډاکتر محمد اشرف احمدزي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دموظف کميسيون د څيړنې په بهيرکې د بې کيفيته او تيرتاريخ درملو د ضبطولوترڅنګ د درملتونونو خاوندانو ته خبردارى ، جريمه او دفعاليت سلبول هم په پام کې نيول شوي دي.
ده وويل چې دغه درمل د بيلابيلو ادارو د مسوولينو او د موظف هيئت په شتون وسوځول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ