امنیت

د يو تن دواړه پيښې د ماين دچاودنې له امله غوڅې شوې

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
يو ځوان هلک نن په  قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله خپلې دواړه  پيښې له لاسه  ورکړې .
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل :
دغه ځوان هلک کله چې دپنجوايي ولسوالۍ په  موشان کلي کې ماسپښين دلمانځه د اداکولو په مقصد جومات ته روان و  د طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې دواړه پيښې غوڅې شوې .
دغه ځوان ډير ژر دقندهار ملکي روغتون ته وليږدول شو او له هغه ځايه  د ده دحالت دخرابوالي له امله په  دغه ولايت کې دايساف روغتون ته  وليږدول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته