سیاست

په لوګر کې د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

کابل باختر د مرغومې  شلمه :
د اساسي قانون د تصويب ملي  اوونۍ پرون په لوګر  ولايت کې ونمانځل شوه .
  د باختراژانس د سيمه يېز خبريال د خبرله مخې؛په دې غونډه کې د لوګر پوهنتون رييس  پوهنيار عبدالناصر  ستانکزي  وويل چې؛  په اساسي قانون کې د افغانستان د خلکو ټول حقوق محفوظ  دي او د افغانستان اساسي قانون يو بشپړ  قانون دى، چې د هېواد د فرهنګ اوشرايطو په پام کې نيولو سره جوړشوى دى.
د اساسي قانون په نمانځغونډه کې د لوګر ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمد شفيق  پوپل  وويل چې؛ اساسي قانون دنظام سرخط دى او رعايتول يې د هېواد د هر وګړي  ملي او هېوادونۍ  وجيبه ده .
پوپل زياته کړه چې؛ په قانون نه پوهاوى جرم دى او بايد د هېواد هر وګړى ځان د هېواد په نافذه قوانينو خبر کړي.
د هېواد اساسي قانون دولس فصلونه او يوسلو دوه شپيته مادې لري چې په ديارلس  سوه دوه اتياهجري لمريز کال کې د وخت د جمهور رييس حامدکرزي  له خوا له توشيح وروسته نافذ شو. ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته