کابلباختر دچنګاښ ١٩ مـــــــــــه
دکابل امنيتي مسولين وا يي يوه غيرقا نو ني مخا برا تي دستګاه يې پرون د کابل ښار ددريمې حو زى په مربو طاتو کې کشف کړې ده .
دکابل دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونود کشف او تحقيق رئيس مل پاسوال محمدظاهر دباخترا ژانس خبريال ته وويل دغې غيرقانونى مخابراتي دستګاه د کابل ښار ددريمې امنيتي حوزى دګولايي دواخانى په سا حه کې دنفوس په کورس کې فعاليت کا وه چې د کا بل دپو ليسو په هلوځلو سره کشف شوه
دکابل د جنايي جرمونو دتحقيقاتو درئيس دڅرګندونو له مخې ددغې مخابراتي دستګاه لوازم له ايران څخه کابل ته ليږدول شوى و .
ده وويل ددغې پيښې په اړوند څلورتنه نيول شوي او له دوى څخه يوه غيرقانونى مخابراتي دستګاه له مخابراتي لوازمو اوداتصالاتو او ام ټي ان د مخابراتي شرکتو نو يو شمير سيم کارتو نه هم ترلاسه شوي دي.
پيښه تر جدي څيړنې لا ندې ده .