ټولنه

په غور کې څه دپاسه درې سوه کورنيو په اوبو لاسرسي پيدا کړ

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩نيټه :
د اوبو رسولو دوه پروژې نن دغورولايت په دولتيار ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
دغور ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجينر محفوظ الله  فکور باخترآژانس ته وويل  ؛  په دغو دوو  پروژو کې  داوبو   رسولو دوه شبکې  او د څلويښت مترمکعب په ظرفيت د اوبو دوه ذخيرې شته  چې  څه دپاسه څلور سوه ميليونه نهه سوه زره افغانيو  په ارزښت  ديونيسف  ددفتر   او دخلکو په سلوکې دپنځه ويشتو په ونډې سره ددوليتار ولسوالۍ  دعلي بازار او غارک په کليو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
ده زياته کړه: ددغو پروژو په پرانستلو سره  ٣١٣ کورنۍ د څښاک له اوبو څخه ګټه اخلي .
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته