امنیت

افغانستان ته دامريکايي پوځيانو داستولو دبهير پيل .

کابل باختر دوږي شلمه :
له هغه وروسته چې دامريکا ددفاع وزير وپتيله  چې درې زره پنځه سوه تنه نور پوځيان افغانستان ته استوي ، په امريکا کې سرچينو ويلي دي چې ددغو پوځيانو داستولو بهير پيل شوى دى .
باختراژانس دنړيوالو خبري سرچينو له خولې  خبر راکړ. امريکايي مقاماتو اعلام کړى دى چې دامريکا دوه زره تنه هوايي ځواکونه  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دملاتړ لپاره دغه هېواد ته استول کيږي .
دغه پوځيان له ډار اچونې سره دمبارزې په کار کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دملاتړ لپاره استول کيږي اوپه افغانستان کې دهغوى دپوځي ماموريت يوه برخه دافغان امنيتي ځواکونو روزنه او دسلامشورو ورکول دي چې دغو ځواکونو ته دجنګي  تکتيکونو څرنګوالى ور زده کړي .
  په همدې حال کې ځينو امريکايي قانون جوړونکو دافغانستان په جګړه کې  دهوايي ځواکونو رول اغيزمن بللى دى .
يوه امريکايي سناتور ويلي دي افغانستان ته دامريکايي پوځيانو استول او دافغانستان په جګړه کې دهوايي ملاتړ زياتوالى به يو اغيزمن ګام  وي .  خو دغه ځواکونه بايد  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې او ملاتړ تر څنګ د نفوذي سرتيرو دبريدونو په وړاندې بشپړ تيارى ولري .
دافغانستان دملي دفاع وزارت هم هوايي ملاتړ دجګړو په ډګرونوکې د ډار اچوونکو په وړاندې  ګټور او اغيزمن انتخاب بولي او دهېواد دهوايي پوځ په لازياتې پياوړتيا اوسمبالښت باندې ټينګار کوي .
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې ځينو امريکايي  مقاماتو اعلام کړى و ، واشنګتن په پام کې لري چې درې زره پنځه سوه  تنه تازه دمي  پوځيان افغانستان ته واستوي .
ديادونې وړ ده چې افغانستان ته دزياتو پوځيانو استول دامريکا دجمهور رييس دونالد ترامپ  دهغو ستراتيژيکي پروګرامونو يوه برخه  ده چې څه موده مخکې  اعلام شول .
ترامپ دځواکونو دزياتوالي واک دامريکا ددفاع وزير ته ورکړى دى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته