سیاستخبرونه

 د جوزجان نوي والي په کار پيل وکړ

 کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر

د جوزجان نوي والي نن په کار پيل وکړ.

د باختر اژانس د سيم ييز خبريال د خبرله مخې ؛ جنرال محمد هاشم رييس،  د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهور رييس  د حکم له مخې د جوزجان  د والي په توګه ټاکل شوى  دى.

د جوزجان نوي والي  د سيمه ييزوارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسي او مسلکي معين  سرورجوادي له خوا معرفي  شو او په کار يې پيل وکړ.

سرورجوادي د جوزجان د رول او ارزښت او په اوسنيو شرايطو او د جهاد په دوره کې د دغه ولايت د خلکو د وياړنو په اړه  خبرې وکړې او په جوزجان کې يې  دښې حکومتوالى د تطبيق  يادونه وکړه .

هغه وويل خلک  رعيت نه دي بلکې  د حکومتي مسوولينو مهم سلاکاران دي چې په هر کار کې د دوه اړخيزو اړيکو له په پام کې نيولو سره  د خلکو له وړانديزونواو نظريو  څخه  زياته استفاده کېږي.

محمد هاشم رييس له خلکو وغوښتل چې له ده سره همکاري وکړي اوژمنه يې وکړه چې د خلکو ستونزې  څېړل کېږي.

ختم_ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته