کابل / د تلې ۳ مه / باختر
د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ سېلاو ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
په لوګر کې د سرې میاشتې ریاست مسوولین وايي چې په یاده مرسته کې وریجې، غوړي، لوبیا، چای، بوره او مالګه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې سرې میاشتې ریاست له دې وړاندې د څرخ ولسوالۍ پر ۲۰۰ سېلاو ځپلو کورنیو د خوراکي توکي وېشلي و. ن/ر
3 د یوې دقیقې څخه لږ