امنیت

د پوليسو په پوستو د طالبانو له بريد مخکې هغوى ته د سر زيات زيان واوښت

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
په غور ولايت کې د طالبانو په بريدونوکې درې تنه پوليسان شهيدان او دولس تنه نور ټپيان شول.
د غور ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني د باختر آژانس خبريال ته وويل : هغې جګړې چې د عامه نظم د پوليسو او طالبانو ترمنځ د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوام لري؛ وسله والو طالبانو ته درانده زيانونه اوښتي دي چې دقيق شمېريې معلوم نه دى .
د محسني د څرګندونو له مخې: طالبانو په پسابند ولسوالۍ کې د جنګ جلي پوسته ونيوله  او هغه جګړه چې د عامه نظم د پوليسو د ځواکونو او طالبانو ترمنځ ونښته، درې تنه پوليسان شهيدان او دولس تنه نور ټپيان شول.
د محسني د څرګندونو له مخې: د نويو ځواکونو په رسيدو سره د امنيتي ځواکونو له خوا د جنګي جلي پوستې شاوخوا کلابنده شوه او ډير ژر به له طالبانو څخه دغه پوسته بېرته ونيول شي.
محسني زياته کړه چې په دغو نښتوکې طالبانو ته هم زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې معلوم نه دى.
اوس هم جګړه روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته