امنیت

څوارلس تنه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٩
په فارياب ولايت کې ١٤ تنه وسله وال طالبانو دنوې جګړه په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار په غورماچ ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د خپلو عملياتو په بهيرکې په تروريستانو بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: تروريستان په خپلو تروريستي فعاليتونو بوخت ووچې دامنيتي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته