امنیت

د افغان امنیتي ځواکونو په ګډوعملیاتو کې ۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه تنه یې سخت ټپيان شوي دي

مهترلام باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک په وينا د لغمان ولايت د الینګار ولسوالۍ په استقامت د مرکز په اړوندو سيموکې د سيلاب یو ۶ نمبر ګډ چاڼيزعمليات چې د افغان ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري پرون سهار پیل شوي او لا هم دوام لري، تر دې دمه په کې د وسله والو مخالفینو د پوهان، عبید الله په نومونو او دوه تنه نورچې هویت یې څرګند نه دی، وژل شوي دي او دغه راز د تور ګل او حزب الله په نومونو دوه تنه یې سخت ټپيان شوي دي.
دغه عملیات چې د لغمان امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد، د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال محمد يوسف نيازی او د ملي امنيت مرستيال یې رهبري پر غاړه لري، په ترڅ کې به یې په مرکز پورې اړونده سيمې ( پهلوان بابا، نجارانو قلعه، سرکاتبانو قلعه، هرمل، دردرې قلعه، قلعه فتح الله، داود قلعه، ميراخوړ قلعه، کوز ميداني، نوې قلعه، قلعچه او اخوندزاده قلعه) تصفيه شي او د یو شمېر پوستو د تحکیماتو ترڅنګ به په ځینوهغوځایونوکې چې وخت نا وخت په کې دښمن د غلچکي بریدونو په موخه را وځي، نوې پوستې هم ایجاد شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته