ټولنه

په پکتیا کې له سلو بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۹مه
د پکتیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې رياست، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیوکې د وروستیو ورښتونو او سیلاوونو له امله له ۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته وکړه.
چارواکي وايي چې په مرسته کې هرې زیانمنې شوې کورنۍ ته لس کيلو بوره، یو کيلو شين چای، پنځوس کيلو ورېجې، سل کيلو اوړه، اووه کيلو لوبيا، لس ليټره غوړي او يوه خيمه ورکول کېږي.
د پکتیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس شبين خان هلال باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې ۳۳ کورنيو ته پنځلس ـ پنځلس زره افغانۍ ورکول کېږي.٫
پای /وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته