سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه
پکتیا او غزني ولایتونو کې د تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه
ارګ، کابل: جنایتکاره تروریستانو د خپلو جنایتونو په نوي څپه کې زموږ یو شمېر هېوادوال په پکتیا او غزني ولایتونو کې شهېدان کړل.
په تېرو اوو میاشتو کې دښمن ته د هېواد په بېلابېلو برخو کې درانده زیانونه اوښتي او سخته ماته یې خوړلې ده او په وروستیو ورځو کې د هېواد زړورو سرتېرو د څو تروریستي پېښو مخه ونیوله.
په نننۍ او د تېرې شپې په تروریستي بریدونو کې د پکتیا ولایت د امنیه قومندان جنرال توریالي عبدیاني په ګډون یو شمېر سرښندونکي سرتېري هم شهېدان شوي دي.
جمهوررئیس غني د دغو تروریستي بریدونو د غندلو پرمهال د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او په ټینګار سره یې وویل، د هېواد د زړورو سرتېرو او شهېدانو نوم به د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت شي او د افغانستان ولس د دوی د اتلولیومنندوی  دی.
جمهوررئیس زیاته کړه: په داسې حال کې چې حکومت د سولې ارزښتونو ته د رسېدو لپاره راتلونکي ته ګوري، تروریستان د جګړې پر دوام ټینګار کوي. موږ د دغو جنایتکارو پر وړاندې ولاړ یوو اوله خپلې هرې لوېشت خاورې دفاع کوو او د دې اجازه به ورنکړو چې زموږ خاوره د تروریستانو او د دوی ملاتړو لپاره امن پټنځای شي.
د هېواد جمهوررئیس د پکتیا ولایت د امنیه قومندان جنرال توریالي عبدیاني او د دغې دردناکې پېښې دټولو شهیدانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي او د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار  کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي. #پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته