امنیت

لغمان لپاره د طالبانو نومول شوى والي ووژل شو

کابل / د مرغومي ٦مه / باختر :
د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي نن سهار له ٢٣ نورو طالب جګړه مارانو سره په هوايي بريد کې  ووژل شو.
د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي زين العابدين ، د طالبانو د سرې
قطعې قوماندان قاري صبور او دلغمان اليشنګ  لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى  ولسوال     د هوايي بريد په دغو ٢٣ وژل  شويو کسانو کې شامل دي .
دا پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله وسله وال طالبان  له کونړ څخه دالينګار ولسوالۍ په  لور روان وو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته