امنیت

لس طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٢٨مه/ باختر
لس وسله وال طالبان په ننګرهار کې په نويو جګړوکې ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول. 
پر دغو طالبانو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د شېرزادو، خوږياڼيو او مومنددرې ولسوالۍ په ځينو برخو کې بريدونه وشول.  
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې  په جګړو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او او شپږ نوريې ټپيان شول. 
په جګړو کې د وسله والوطالبانو د وسلو دوه زېرمې له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شوې.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د ننګرهار له ګڼ مېشتو لاروڅخه د ١٣مياينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عاملين بلل شوي دي.  
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته