ورزش

د فوتسال انتخاباتي سيالۍ په کابل کې پيل شوې

کابلباختردميزان٦
د شپاړلس کلنى څخه ښکته د فوتسال د ټيمونو د انتخاباتي سياليو لومړى پړاو نن په کابل کې پيل شو.
د هيواد د فوټبال فدراسيون د فوتسال کميټې مسوول دين محمد صافي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې د اميد سبز د ښارګوټى په جمنازيوم کې پيل شوې دي؛ پکې دکابل ښار د څلويښتو ورزشي کلپونو ټيمونو ګډون کړى دى چې دوه ويشت ورځې سيالي کوي.
صافي ددغو سياليو د ترسره کولو هدف د شپاړلس کلنى څخه ښکته د ځوانانو د فوتسال د منتخب ټيم ټاکل، غوره ليګ ته د اتو ټيمونو او لومړى او دويم لاس ته د فوتسال د شپاړلسو ټيمونو جوړول وبلل.
ده زياته کړه: ددغه شان سياليو د ترسره کولو هدف د ځوانانو ترمنځ د سولې او دوستۍ را منځته کول وبلل ترڅو دوى له نشه يي توکو او نورو مسکراتو څخه ډډه و کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته