امنیت

د اردو څلور تنه منسوبين د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
دملي اردو څلور تنه سرتيري د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان نن سهار کله يې چې غوښتل يوه زياته اندازه چرس له پايتخت څخه د ننګرهار ولايت ته قاچاق کړي؛ د کابل – تورخم په لويه لاره کې د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخيلو د پلټنې په پوسته کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: د اردو د پوځيانو په دغه موټرکې ٢٢٥ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
ده وويل: نيول شويو پوځيانو دغه چرس په مهارت سره د ملي اردو په رنجر موټر کې ځاى پرځاى کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته