خبرونهټولنهTOPروغتیا

هېواد ته د څه د پاسه اته زره کیلوګرامه درملو د واردولو مخه ونیول شوه

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر

مالیې وزارت، په تېره یوه اوونۍ کې د ننګرهار په محصولي ګمرک کې د څه د پاسه اته زره کیلوګرامه قاچاقي طبي او یوناني درملو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د دغه وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو په تېره یوه اوونۍ کې له اتو سوداګریزو وارداتي محمولو څخه، اته زره ۴۱۲ کیلوګرامه ډول ډول طبي او یوناني درمل چې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېدل؛ ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقي او ممنوعه توکو پر وړلو او راوړلو کلکه څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي چې سوداګریز توکي په غیرقانوني ډول ولېږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته