ټولنه

په دايکنډي کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې٨ مه
د دايکنډي ولايت په پاتو ولسوالۍ کې پرون له ۱۵۰ بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
دباختر آژانس د خبرله مخې: له دغو بې ځايه شويو کورنيو سره له سروې وروسته   نغدي مرسته وشوه.
د دايکنډي ولايت يو سيمه ييز مسوول وويل: د «اى.سي.اف» موسسې د دايکنډي د والي  سيد انور رحمتي په شتون په دغو کورنيو نغدي مرستې وويشلې.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته