امنیت

په سرپل کې د امنيتي تدبيرونو نيول

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د سرپل ولايت امنيه قوماندان د دغه ولايت په کچه د نيکمرغه لوى اختر په ورځ کې د امنيتي تدبيرونو د نيولو خبر ورکړى دى .
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل چې دوى د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې د ښه امنيت د تامينولو په مقصد له نورو امنيتي ارګانونو سره ګډ امنيتي پلانونه جوړ کړي دي .
باقي زوى زياته کړه چې هيچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د اختر په شپوکې د خوښۍ ډزې وکړي او امنيت ګډوډ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سرپل ولايت خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې د امنيت د تامينولو او د طالبانو له خوا د سانچارک ولسوالۍ د نيولو د مخنيوي په خاطر د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو او د رهبرى هيئت له کړو وړو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته