ټولنه

په بغلان کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ټیټه شوې ده

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۱ مه
په بغلان ولايت کې د روغتياپالانو او د نرسنګ ټولنې د روزنيزو مرکزونو په  جوړولو سره په دغه ولايت کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ټیټه شوې ده.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د بغلان ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر محب الله حبيب چې د آغاخان د پرمختيايي بنسټ د روزنیز مرکز د نرسنګ له ټولنې څخه د ١٩ تنو فارغانو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې ددغو مرکزونو په جوړولو سره په دغه ولايت کې د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې کچه ټیټه شوې ده.
ده زياته کړه چې د تېرو ۱۶ کلونو په پرتله په بغلان ولايت کې د ميندو او نويو  زيږيدلو ماشومانو د مړينې په کچه کې ۷۵ سلنه کمښت راغلى دى.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رئيس وويل چې اوس ۵۵ سلنه زيږينونونه د روغتيا پالانو او ماهرانو تر نظرلاندې په روغتيايي مرکزونو کې ترسره کېږي.
يوې روغتياپالې زرمينې له دولت ړڅخه غواړي چې د روغتيا پالنې په څانګه کې دوى ته د ليسانس په کچه د تحصيلي زمينو په برابرولو سربېره د دوى د معاشونو  زياتوالي او د اقتصادي ستونزو لرې کولو ته لازمه پاملرنه وشي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته