کابل باختردمرغومي يوولسمه :
په لوګر ولايت کې د ډار اچوونکي ضد پراخ پوځي عمليات پيل شوي دي
دغه عمليات دلسګونو پوځيانو په ګډون نن سهاردڅرخ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوي دي .
دکوماندودځواکونوويانداحمد جاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پوځي عمليات دکوماندو دځواکونو له خوا پيل شوي دي .
سليم وايي چې ددغو عملياتو موخه د ډار اچوونکو ځپل او دملکي وګړو ته دامن دفضا پرانستل دى .
ده وويل دڅرخ ولسوالۍ يوشمير سيمې په دې وروستيو کې دطالبانو دشتون او فعاليت دزياتوالي ډګر دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ