امنیت

دوه تنه د نشه يي توکو په تور ونيول شول

کابل- باختر د کب دمياشتې ٢٨
د پنجشير ولايت پوليسو نن دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول .
د پنجشير ولايت يو امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو اووه سوه کيلوګرامه چرس په يو کرولا موټرکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي وو چې د خنج ولسوالۍ د پلټنې په پوسته کې د دغه ولايت د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
ده څرګنده کړه: د دغې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي او اوس تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته