سیاست

هند له افغانستان څخه دناتو دپوځيانو دوتلو په باب انديښنه لري .

نوي ډيلي  باختر دمرغومى يو ويشتمه :
هندي مقاماتو له افغانستان څخه دناتو دځواکونو دوتلو له پلوه انديښنه څرګنده کړې ده .
دهند دکورنيو چارو وزير راجنانهسنګ ويلي دي چې له افغانستان  څخه دناتو دځواکونو وتل  به نه يوازې داسيا دجنوب لپاره بلکې دامريکا لپاره به هم ناوړې پايلې ولري .
سنګ دغه ټکى دهند په پايتخت نوي ډيلي کې يوه ګډ هندي او امريکايي هيئت ته څرګند کړ .
  دهند دکورنيو چارو وزير دغه راز له واشنګټن څخه وغوښتل چې له هند سره دې له تروريزم سره دمبارزې په باب دضروري اطلاعاتو  دشريکولو او دجنايي مسئلو په باب همکاري وکړي .
په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو جنګي ماموريت د ٢٠١٤کال په وروستيو کې پاى ته ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته