کابل باختر د تلې ۲۱ مه
د غزني ولایت په مقر او آب بند ولسواليوکې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ