ورزش

دافغانستاان دکرکټ ټيم دهالند په ټيم بريالى شو

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دهالند پرټيم بريالى شو.

دغه لوبه چې دکرکټ څلورو ورځنيو سياليو په دوام دافغانستان اودهالند دکرکټ دټيمونو ترمنځ  په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې دهالند ټيم دافغانستان ټيم ته ددوه سوه دوه ديرشو منډي هدف  وټاکه چې د افغانستان ملي ټيم وکولاي شول داوو لوبغاړو په سوځيدوسره دوه سوه درې ديرش منډي جوړې کړې او دغه لوبه  يې  وګټله  اوڅلور نمرې يې ترلاسه کړې  او دسياليو دجدول  دويم ځاى ونيوه.

دافغانستان دکرکټ بورددرسنيو دمسوول فريدهوتک  دڅرگندونوله مخې، دلوبو په جدول کې دايرلند ټيم په لومړى ځاى کې دى .

دخبرځاى دڅرگندونو له مخې، دانترکانتيننتال کب سيالۍ به دجولاي په دريمه نيټه  دايرلند له ټيم سره په دغه هيواد کې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته