ورزش

د ميوند اتلانو او د اباسين څپې ټيمونه لوبه کوي

کابل باختر د وږي  لسمه :
د افغانستان روشن د فوټبال د غوره ليګ د پنځم پړاو سيالۍ نن له غرمې وروسته په يوې لوبې سره دوام مومي .
  د باخترآژانس دخبر له مخې:
په دې پړاو کې د ميوند اتلانو او د اباسين څپې ټيمونه لوبه کوي .
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ له يوې اوونۍ راپديخوا د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې دي  چې په اوونۍ کې درې ورځې دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته