امنیت

په مزارشريف ښارکې د وروستي بمې بريد د عامل نيول کيدل

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د بلخ ولايت پوليس وايي چې د مزارشريف په ښارکې د وروستي بمي بريدعامل يې نيولى دى.
په ده تور لګول شوى دى چې دوه ورځې مخکې په مزارشريف ښارکې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په واټ کې په بمې بريد سره پيښه رامنځته کړې ده.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال سيد کمال سادات له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې دغه سړى په مزارشريف ښارکې د وروستي بمې بريد اصلي عامل دى.
په دې پيښه کې دوه تنه تپيان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته