نړۍ

په شمالي وزيرستانو دبې پيلوټه امريکايي الوتکې بريد .

ميرامشاه _  باختر دوري شپږ ويشتمه :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريد له امله څلور تنه ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، دسيمه ئيزې ادارې خبرځايونو دپاکستان د ډان ورځپاڼې ته وويل، په دې بريد کې دوه توغندي په يوې ودانۍ وتوغول شول چې په وزيرستان کې دفعالې جګړه مارې ډلې ديو قوماندان حافظ  ګل بهادر افراد پکې ووژل شول .
  شمالي وزيرستان  يوه له  هغو اووسيمو څخه ده چې دقبايلي قوانينو په واسطه اداره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته