امنیت

طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې ددووسرګروپانو  په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان  تيره شپه  په کندز ولايت کې ووژل شول او  دوه تنه نور طالبان او يوبهرنى تبعه چې ټپيان شوي و دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول .
  دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه مقاومت دکندز ولايت په مرکز  پورې اړوند د شوره خاک او دخان اباد  ولسوالۍ  داقتاش  په ساحو کې  ترسره شو چې له امله يې   دوسله والو طالبانو دډلې  د دوو سرګروپانو  ملا عبدالرحيم  اوملا احمد شاه  په ګډون دولس تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او دوه تنه  نور يې له يوه بهرني  تبعه سره ونيول شول .
جنګل باغ زياته کړه چې دنښتې په بهير کې  دپوليسو يوسرتيرى  ټپي او يوملکي وګړى شهيد شوى دى .
ويل کيږي  چې دمخالفينو دوژل شويو کسانو او ټپيانو مړي  له وسلو سره يې دجګړې  په ډګر کې پاتې دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته