نړۍ

دملګرو ملتو دسازمان او دعربو اتحاديې ځانګړې استازې دامريکا او دروسيې له استازو سره ليده کاته کوي.

واشنګتن نړيوال خبري   باختر دلړم دمياشتې ١
دسوريې په چارو کې دملګرو ملتو او دعربو داتحاديې ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي به ډير  ژر د امريکا او دسوريې له استازو سره ليده کاته کوي  ترڅو دسوريې دسولې په باب ژنيو – ٢ دکنفرانس دترسره کولو زمينه برابره کړي.
داخضر ابراهيمي ويندوى مارتين نسير کې ويلي دي چې ابراهيمي به دلړم دمياشتې په ١٤ دامريکا او روسيې ،بريتانيا،فرانسې او دچين له استازو او دامنيت دشورا له دايمي غړو سره په ژنيو کې خبرې اترې وکړي .
اخضر ابراهيمي همد اوس دبشارالاسد له حکومت او مخالفينو سره دخبرو لپاره په منځنۍ ختيځ کې دى ، هغه دسه شنبې په ورځ په عمان کې و او نن اردن ته ځي  .
داخضر ابراهيمي مرستيال ناصر الخدوه هم سوريي دجمهور رييس بشارالاسد دمخالفينو له مشرانو سره دخبرو اترو لپاره  ترکيې ته تللى دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته