سیاست

د مشرانو جرګې یوشمیرکمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو خبری وکړي.

کابل باختر د کب ديرشمه :
د مشرانو جرګې یوشمیرکمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو خبری وکړي.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه هر اړخيز بحث وشو او ګرانو هېوادوالو ته د نوي لمريز کال د مبارکۍ تر څنګ د هېواد امنيتي مسئولينو څخه وغوښتل شول چې د هېواد اوسېدونکو ته د نوروز څخه د لمانځنې په ورځو کې ځانګړي امنيتي تدابير او پروګرامونه ترلاس لاندي ونيسي، د غونډې په بله برخه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه وغوښتل شول چې د بيځايه شويو کورنیواو بېرته راستنېدونکو ته د غذايي توکو د وېش په مهال، بايد اړ کسان وپيژني او لازم توکي دي د مستحقو کورنيو په واک کې ورکړي.
د الحاج قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند اسلامي شورا د اساسليک او د اسلامي همکاريو سازمان له پاره د مصئونيت او امتيازونو په برخه کې موافقتنامه چې ياد کمېسيون ته د غور او څېړنې په موخه را استول شوې وه، مطالعه او وپتييل شوه تر څو ياده موضوع په راتلونکې غونډه کې تر بحث لاندي ونيول شي.
د غونډې په بله برخه کې د کنړ ولايت د ځوانانو ستونزې چې يو شمېر استازو يې هم په غونډه ګډون کړی ووخپلې ستونزې مطرح کړې، چې د دوي د ستونزو د اورېدو وروسته د حل په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې. په پاي کې کمېسيون ته په يو شمېر راغلو عريضو غور او د راتلونکو اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شوې.
د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د کرهڼې، اوبولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ خدمتونو رياست د نسلو د اصلاح ديپارتمنت د آمر حقوقي عريضې په اړه بحث او وپتييل شوه تر څو په يادې برخه کې شخصا د کرهڼې وزير، د اړوندې برخې رئيس او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رئيس د کمېسيون يوې غونډې ته حاضر او په دي برخه کې څرګندونې وکړي، د غونډې په بله برخه کې کمېسيون ته په راغلو عريضو او مکتوبونو بحث او د اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شول.
د مولوي عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند اسلامي ملي شورا اساسليک د مطالعې وروسته تاييد کړ.
دغه راز غونډې په ښوونځيو او په ځانګړې توګه د درې مياشتيني معاش د نه ورکړې په اړه د بدخشان او کنړ ولايتونو د ستونزو او کنړ او لغمان ولايتونو کې د پوهنې منسوبانو او زده کوونکو د امنيت د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه چې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين، يو شمېر امنيتي مسئولين او د يادو ولايتونو د پوهنې ريسان دي د ديني چارو او دفاعي چارو د کمېسيون په ګډې ناسته کې چې د وري د مياشتې په دولسمه نېټه جوړيږي ګدون وکړي.
همدا راز په غونډه کې ولايتونو ته د کمېسيون د پلاويو د سفرونو د تنظيم او کاري پلان او د ياد کمېسيون د کاري برخو څخه د څارنې په اړه بحثونه وشول، لازمې پريکړې وشوې.
دیوبل خبرله مخې دمشرانوجرګې منشی استادمحمدطیب عطاپرون په خپل کاری دفترکې دیوشمیرډاکټرانوستونزې واوریدې.
پدی کتنه کی ډاکټرانودروغتیاپه برخه کې دلازموامکاناتونشتون،ډاکټرانو دکمومعاشونو،دمعیاری روغتونونونشتون اوځینی نورې ستونزې په ګوته کړی .
ورپسی استادمحمدطیب عطادخپلوخبروپه ترځ کي ددوی شته ستونزې موجه وبللې اوژمنه یی وکړه چی یادې ستونزې به دعامې روغتیاوزارت له مسولینوسره شریکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته