سیاست

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار مطبوعاتي كنفرانس

کابل باختر دلينذۍ دمياشتې ١١ :
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن ديومطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې له الكترونيكي تذكرې څخه د ( قوم او دين) كليمو د ليرې كولو په اړه د مشرانو جرګې پر وړاندې د يو شمېر كړيو تورونه رد كړل ويې ويل ، چې دغه دواړه كليمې د حكومت د طرحې په اساس چې مشرانو جرګې تصويب كړې ده د تذكري په چپ كې ځاى پر ځاى شوي دي .
د سنا مجلس رئيس ، له يو شمېر رسنيو څخه په ګلي او د دې كړيو د منفي تبليغونو او شخصيت وژنو څخه په سختې نيوكې سره وويل چې بايد ټول خلك د دې تذكري متن او محتوا په دقيق ډول مطالعه كړي چې هم دين او هم افغان د حكومت او عدليې وزارت له طرحي سره سم د (چپ) په داخل يعنې د الكترونيكي تذكري په حافظه كې تصويب شوي چې البته هيڅ افغان او مسلمان دي كار ته راضي نه چې د خپل ملي او ديني پيژندګلوۍ څخه منصرف شي ، په ځانګړي ډول د افغانستان مشرانو جرګه به هيڅكله د دې دوو مهمو پيژندنو څخه مخ ونه ګرځوي ده زياته كړه چې د (قوميت او دين ) په ګډون شاوخوا پينځه ديرش نور معلومات چې د تذكري په ښكاره پاڼه كې نه دي ځاي پر ځاي شوي په چپ كې ساتل شوي دي .
مسلم يار زياته كړه چې د دواړو مجلسونو ګډ هيئت ګمارل شوي تر څو د تذكري د تخنيكي امكاناتو په پام كې نيولو سره يو شمېر اختلافي موارد حل كړي . ده د هېواد په اوسنيو شرايطو كې د يو شمېر رسنيو له خوا د حقايقو په خپرولو كې د پټه خوله پاتې كېدو او يا هم د رسنيو د دروغجنو اطلاعاتو او يا هم د لاريونونو له لارې د عامه ذهنونو د بدلون له پاره كوښښونه زيانمن وبلل ، د هېواد له خلكو يې وغوښتل چې د مشرانو جرګې  په رايو او پريكړو باندې اعتماد وكړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته