امنیت

هغه پلار چې خپل ماشوم يې په څاه کې اچولې و؛ په اتلس کاله بند محکوم شو

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
هغه پلار چې خپل شيدې خور ماشوم يې د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې په څاه کې اچولې و؛ نن په يوه علني محاکمه کې په ١٨ کاله بند محکوم شو.
تيره مياشت رحمت الله هغه وخت په دې کار لاس پورې کړ چې د ځمکې او جايداد د ويشلو پرسريې له خپلې کورنۍ سره شخړه وکړه چې دوه مياشتنى ماشوم يې ژړل او پلار يې د ده د دغه کار له امله په قهر شو او ماشوم يې د حويلي په څاه کې وغورځاوه.
د دوه مياشتنى ماشوم پلار رحمت الله له دغې پيښې وروسته ونيول شو او د آقچې ولسوالۍ د ابتداييه محکمې په علني غونډه کې په ١٨ کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د آقچې ولسوالۍ د ابتداييه محکمې  آمر عبدالنافع جواد وويل: د محکمې دغه علني غونډه د ماشوم دکورنۍ په غوښتنه جوړه شوه.
د يادونې وړ ده چې د محکمې پريکړه وروستۍ نه ده او د تورن د استيناف غوښتنې حق خوندي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته